|
د باچا خان ارمان
زه یو خوب وینم، یو لوی ارمان لرم.
زما د وولس حالت د صحرا د هغو ګلونو په څېر دی، چې صحرا کې رزغون شي، څوک
یې غم نه خوري. یو څو ورځې پس مړاوې شي او بیا د خاورو سره خاورې شي. زه
غواړم چې زما وولس د یو بل سره غمونو او ښادۍ کې شریک وي. زه غواړم چې زما
وولس د قام د خوشالۍ لپاره د برابرۍ په بنیاد د یو بل سره اوږه په اوږه کار
کړي. زه غواړم چې دوی خپل ملي رول ولوبوي او الله تعالی او بشریت ته د خدمت
له لارې، د نړۍ د نورو ولسونو په قطار کې خپل مناسب ځای ونیسي.
د قرآن یو تفسیر:
یعنی په قیامت کښې به له ټولو څخه یو ځای او یو ځلی او یوه شیبه حساب آخیست
کیږی،یا دا چه قیامت لری مه ګنیً ځکه چه هغه د جزا ورځ ډیر ژر راتلونکی ده.
او له هغه څخه په هیڅ ډول (طریقه) سره خلاصی امکان نه لری. نو د هغی له
فکره مه غافل کیږیً!
که د دین دښمنان پر مسلمانانو باندې برید او تعرض وکړی، نو پر مسلمانانو
باندې ((جهاد)) فرض عین ګرځی، که نه فرض کفایی دی. مونږ افغانان په میړانه
سره د شوروی کمونسیت حکومت پرضد جهاد وکړه او وجنګېدلو او په آخرکې الله
(ج) مونږ ته بری راکړه او بیا شورویان زمونږ هیواد څخه وواتل او خپلواکې مو
تر لاسه شوو. نو اوس چې امریکایان وحشي پوځ زمونږ هیواد ته راغلی دی او په
زمونږ وولس باندې بمبري کوي او بیا دغه وحشي عسکر د خلک کورونو ته ننوځي او
بیا زمونږ بی دفاع ښځي، کوچنیان وژني او بیا اور وراچوي. افغانانو وروڼو!
اوس وخت د جهاد دي، نور بس دی: دېر خوبونه مو وکړل اوس نو قلمونه مو
راواخلی قلمي جهاد پیل کړیً نورې پلمی مه کوي.زه هیلمن یم چې افغانان خپل
جهاد په ویب پاڼې کې زیاد کړي.
دا زما پخه عقیده او باور دی.
چې اسلام عمل، یقین او مخبت دي.
مسلماني یې مطلبه سي. قرآن دا خبره صفا کړی ده چې په یو الله باور لرل او
نزک عمل د انسان د نجات د پاره کافي دي.
رښتینی مسلمان
رسوا الله صلی الله علیه وسلم موږ ته سبق راکړو، چې هغه کس رښتینی مسلمان
دی. څوک چې د الله تعالی د مخلوق د خوشالۍ او ګټې لپاره کار کوي. په خدای
پاک د عقیدې دا غوښتنه ده چې سړی د انسانانو سره مینه وکړي.
د نبې کریم (ص) څخه چا پوښتنه وکړه چې:
په خلکو کښې څوک بهتر دی؟
جواب یې ورکړه چې ((من طال عمره وحسن عمله)) یعني: هغه څوک بهتر دي چې عمر
یې اوږد وي او عمل یې ښاسته (نېک) وي.
بیایې تری پوهښتنه وکړه چې:
په خلکو کښې ډېر بد سړی څوک دی؟
نبې کریم (ص) جواب ورکړه چې: ((من طال عمره وساء عمله)) یعني: هغه څوک شر
او بد دی چې عمر یې اوږد وي او عمل یې بد او ناکاره وي.
امریکایې وحشي په عامو افغانانو باندې وحشیانه بمبار کوي.
مشال
پښتانه ډیر مضبوط قوم دی او گټه کولی شي.
خو په پښتنو کښې دوه کمزورتیاوې موجودې دې:
ــ یوه دا چې بې اتفاقه دي
ــ او دویم دا چې پیسې ته ټینګ نه دي
که دا دوه کمزورتیاګانې ترې ووځي، نو د دنیا هیڅ طاقت پرې غلبه نشي کولی.
د قوم ملګرتیا
موږ د خدای د پاره لګیا یو، ددې قوم خدمت کوو.
که قوم زمونږ ملګرتیا وکړه، نو دوی به آزاد شي نو که زموږ مخالف یې وکړو نو
دوی به برباد شي. ولې چې بغیر د قوم د امداد نه موږ خپل منزل ته رسېدی نه
شو.
جوماتونه
د روسیانو(او کمونستانو) مشر (مارکس) اصلاُ یهودي وه چې یوازي په ترکستان
کښې یې څوارلس زره 1400 جوماتونه د عبادت کوونکو په مخ وتړل او مسلمانان یې
ترې منعه کړه. الله (ج) پوهیږي چې کمونستانو (روسیانو) د یهودي ٭مارکس٭
شاګردانو به په افغانستان کښې څومره جوماتونه بمبار کړي وي او څومره سکټ
توهندیو ویشتلی وي، خو پنځه پنځوس لکه 5500000مسلمانان یې د مسلمانۍ د کبله
هجرت ته مجبور کړه او وفادار ملګري یې (خلقیان او پرچمیان) لا اوس هم لګیا
دی د هغوی تګاره تعقیبوي.
ــ په هندوستان کې هم بودایانو قصد ګړی وؤ چې هلته یو جومات ړنګ کړي کوم چې
پنځه سوه 500 کاله پخوا جوړ شوی دی او د بابری جومات په نامه یادېږي.
ــ په چین کې هم چینایانو د 50 جوماتونه وتړل او 150 نور جوماتونه ترمیم ته
نه پریږدی په دې بهانه چې اړتیا ورته نشته.
ــ نصار اوو هم زښت ډېر جوماتونه تخریب کړي دي. که څوک د صلیبي جنګونو په
تاریخ باندې نظر واچوي نو زښت ډېر مشالونه به یې وګوري.
ــ د امریکا نصارا او همدا اوس هم لګیا دی په افغانستان، پښتونستان،عراق
باندې یې رخمانه بمونه وروي نو الله(ج) پوهېږي چې څومره جوماتون به یې
تخریب کړي وي او څومره به تخریب کړي.
ــ یهودان هم دېر جاماتونه په فیلستین کې ړنګ کړل ترڅو چې دوی وکولي شي د
اسلام مخه ونیسې.
ــ د اسد جنایتکار پوځ هم په سوریه کې جاماتونه په توپونو باندې وهي او ړنګ
وي او په بمو باندې هم له منځه وړي. اسد هم لکه پلار غوندې ظالم او یو لوی
ډیکټاتور وؤ. اوس هم سخته جګړه روانه ده،په یو کال کې 10500 بی گناه خلک
وژلی دي.
نبی کریم (ص) فرمایلي دي چې:
((خیرکم من تعلم القرآن وعلمه))
یعنې: ستاسو بهتر هغه څوک دی کوم چې قرآن کریم زده کړي او خلکو ته یې ور
زده کړي (تعلیم کړي).
ــ د قرآن کریم ایتونه د اختلاف سره 6236 دي.
ــ په دغو کښې 4475 مکي دی او متباقي 1761 مدني دي.
ــ د قرآن کریم ټول سورتونه 114 دی چې 82 مکي دي، شل 20 مدني دي او متبلقي
12 اختلافي دي چې ځینې علماء کرام یې مکي ګني او ځینې نور ورته د مدني لقب
ورکوي.
ــ د قرآن کریم د ټولو ګلمو شمېر 77439 ده.
ــ د حرفونو شمېر یې 340740 ته رسېـږي.
سږکال په افغانستان کې ډیر زیاد بې ګناه خلک د وحشي امریکایان پوځ له خوا
مړه شول چې په هغه کې دیر زیاد کوچنیان او ښځی وي.
زما د ولس کمی
زما د ولس تاریخ د ګټو او د مړانې د کیسو څخه
ډک دی.
ولې دلته کمي هم شته،
هغه دا چې د ډیرو قربانیو ورکولو نه وروسته
هغه څه ترلاسه شوي دي، هغه خپلو کښې د دښمنیو او ذاتي حسد په وجه بایلل شوي
دي.
دوی ته تل خپلو کښې د بې اتفاقۍ په وجه تاوان
رسیدلی دی.
بهرني قوت په دوی بریالی شوی نه دی.
ایا څوک د جنګ په میدان کې د دوی مخه وهلی شی؟
خپل کور ودان کړیً
ای پښتنو!
ستاسو کور وران شوی دی.
راپاڅی او دا وران کور بیا ودان کړیً او دا
خبره یاده لریً چې تاسو د یو باتور نسل سره تعلق لریً.
مایوسي
زه یوسي په هغه کسانو باندې راځي، چې د ځان د
پاره کار کوي.
څوک چې د خپل غرض او خپل مطلب د پاره کار ګوي.
زه خو د پښتون خدمت د خدایي خدمتګار په حیث
کوم.
زه به ولې مایوسه کېږم.
موږ څه غوړو؟
موږ یو نوم غواړو
په دې کور کښې یوه خونه غواړو
خو غواړو چې موږ په خپله ددې خونې څښتن او
جوړونکي وو
پاچاخان خبری
کار کول
ددې ټولو خبرو نه موږ له سبق اغیستل په کار دي
او هر کار چې کوونو محض په جوش او جذباتو یې ونه کړو، بلکه د هغی په هر
پهلو باندې په ښه شان سوچ او غورو کړو او که چیری د هغی د پاره د هر قسم
قربانۍ او تکلیفونو ته تیار نه یو،نو شروع یې نه کړو.
صبر
زه تاسو ته یوه داسې وسله درکول غواړم،چې
پولیس اوپوځ به ستاسو سره څه کولې نه شی. دا زموږ د پیغمبر وسله ده. دا د
صبر او استقلال او په نېغه لاره د تلو وسله ده. د دنیا یو قوت هم ددې طاقت
مخه نه شی نیوی. چې تاسو کله خپلو کلیو ته ورځی،نو خپلو کلیوالو ته وواییً،
چې دلته یو د الله تعالی فوځ دی، چې وسله یې صبر ده. خپلو وروڼو، تربورانو
او کلیوالو ته وواییً، چې د الله تعالی په دې فوځ کې شامل شیً او په دې
لاره کښې ټول تکلیفونه وزغمی. که تاسو صبر خپل کړو، نو تاسو به بریالي ویً.
د حکومتونو نړیدل
زه دلته تاریخ نه بیانوم، صرف دا خبره ښکاره
کوم چې ددې څه وجه ده چې پښتون لوی حکومتونه جوړولی شول خو ټینګولی یې نه
شول؟ ددې وجه دا وه،چې په پښتنو کې اجتماعي ژوند، قومیت او اتفاق نه و.
ظالمان
رښتیا خبره دا ده چې ظالمان بهادارن نه
وي،ډېربزدله او بیمانه وي،بهادر سړی هیچرې په ظلم نه کوي.
د ماشوم والی عادتونه
په ماشوم والي ړالي کښې چۍ څه عادتونه په بچو
کﺉې پیداشي،نو چې بیا غټ شي، نو هم په کښې وي او په ډېره مشکله د هغو بدو
عادتونو نه خلاصیدی شي.
کامیابي
دکامیابۍ دپاره اجتماعي تحریک او قرباني په
کار وي. نو د چا په زړه کښې چې دا قسم جذبات او احساس پیدا کېـږي هغوی له
په کار دی چې په قام وګرځي او ځان سره د دې قسم د احساس خاوندان ملګري پیدا
کړي او په ګډه د ظلم،زیاتي او بې عزتۍ مقابله وکړي نو کامیابي حاصلېدی شي
او هغه قام بیا څوک غلام ساتلی نه شي.
سخات خیرات
زه د عربو په ټولو ملکونو کښې ګرځېدلی یم. ما
هلته حتی په مکه معظمه، مدینه منوره،نجف او کربلا کښې هم چیرې دا د سخات او
خیرات طریقه نه ده لیدلې. حال دا چې هلته دا طریقه ده،چې مړی اوشی، خلک
خبرشي،بیا جنازه جومات ته راوړي هلته یې جنازه اوشي. د دعا نه پس وارثان
خپل مړی د ښخولو د پاره مقبرې ته یوسي او نور مسلمانان خواره شي. دا اسلام
خو موږ ته د عربستان نه راغلی دی، خو خبره دا ده چې دا قسم عادتونه په موږ
کښې خو د غرضو خلکو پیدا کړل.
د انسان کمزوري
انسان هم یو عجیبه څیز دی. څه وخت چې کمزوری
شي او همت بایلي نو بیا د خپلې کمزورۍ او بې همتۍ د پټولو د پاره قسماقسم
حیلې او حوالې لټوي.
خیرات او ذکات
اسلام چې خیراتونه او ذکاتونه واجب کړي او
لازم کړي دي، په هغې کښې لوی راز دی. دا چې زمونږ خوږ رسول (ص) وایي چې
،٭٭صدقه بلا رد کوي٭٭. دا بلا تاسو پېژنیً دا خو د غریب او امیر تر مینځ
نفرت نه بلا ولاړېږي. نوچې شتمن خلک د یې وزلو پوښتنه وکړي د هغوی سره د
مصیبت په وخت کښی مرسته وکړي، نو د غریبانو د خپلو امیرانو سره مینه محبت
پیداشي او د بلا مخه ونیول شي.
د قومونو راویښول
پښتون یو ژوندی قوم دی. د قومیت او قربانۍ
ماده هم پکښې شته،خو راوېښول غواړي. قومونه خو تش په کف او چف نه
رابیدارېږي. د قومونو د ژوندي کولو او بیدارولو د پاره داسې کسان په کار دي
چې بی غرضه وي،دیانت دار وي،ایماندار وي او د خدای د پاره خپل قام خدمت ته
تیار وي. چې داسی کسان په کوم قام کښې پیداشي، نو د هغوی په کوښښونو هغه
قام کښې مینه، محبت، همدردي، وروري او عزیزولي پیداشی. هغه قام اباد شي.
موږ بې همتو او د غرضو خانانو، ملایانو او باباګانو تیارې ته کښېنولي یو،
ځکه خو زمونږ دا حال شو.
د خلکو پېغورونه
زما خپلوانو او دوستنو ډېر راته ووې چې ولې
پیاده ځې، دا خلک به څه وایي؟
موږ د خلکو د پېغورونو له کبله ډېر غلط کارونه
کوو. ما ورته وویل چې زه د خلکو خبرو ته نه ګورم، کار ته ګورم که کار درست
وي. خلک چې هر څه وایي زه به یې کوم او که کار غلط وي،نو که خلک هر څه وایي
زه یې نه کوم.
خراب عادت
افسوس په دې دی چې موږ سره څوک ښه سلوک
کوي،هغه ته نېغ یو او چې څوک مو سر په ډنــډه وهي نو هغه ته ټیتېـږو او دا
ډېر خراب عادت دی او موږ ته داسی عادتونه پرېښوول په کار دي.
خپل مذهب په پردۍ ژبه
د هندوانو او مسلمانانو مذهب په ژبه کښې دی. د
هندوانو مذهب په سانسکریت کښې دی. هندوان په هغه نه پوهېږی او زموږ مذهب په
عربی کښې دی او موږ په عربی نه پوهېږو.
(کوښښ وکړو زده کیږي؟)
دا کار کولی شم او دا نه؟
نو چې هر کله موږ خپلی کمزورۍ د خدای نه پټلی
نه شو،نو په کار ده چې د خلکو نه یې هم پټې نه کړو.او چې کوم کار کولی شو
په جار ووایو چې دا نه شم کولی. او دا ونه کړو چې یو ښه کار دی چې زما یو
بل ورور لګیا دی کوي یې او هغه کار زه کولی نه شم. نو موږ له د هغه امداد
په کار دی، مخالفت یې په کار نه دی. او پخپله ډله او قوم کښې اختلاف پیدا
نه کړو او په ځای د ډاډ ورکولو په هغه قسماقسم الزام ونه لګوو او هغه ته
مشکلات پیدا نه کړو.
عزت
د هر سړی عزت په خپل لاس کښې دی او که هر سړی
خپل خواهشات او ضروریات قابول کړي، نو همیشه به ارام، خوشاله او عزتمند وي.
کمزورتیا
پښتنو کښې دا ډېره لویه کمزورتیا ده،چې چېرته
لاړشي او چا سره واده وکړي نو خپله ژبه ترې پاتې شي. زمونږ سه پخ سرحد کښې
په زرګونو هندوان اوسي،هغوی هغه خپله ژبه هېرکړې نه ده، پنجابي یې هم زده
ده او زمونږ ژبه یې هم زده کړې ده. دا کمزوري صرف په موږ پښتنو کښې ده.
قوم او ژبه
حقیقت دا دی چې په دغه وخت په پښتو کښی هیڅ نه
وو او نه پښتو د چا یاده وه او پښتون قوم دومره ناپوهه، نادانه و،چې دا
خپله ژبه ورته سپکه ښکارېده. او چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي نو هغه سپک
شي،او چې خپله ژبه ترې ورکه شي نو ورک شي.
ورور وژنه
ای پښتنو وروڼو
یو کافر خپل کافر ورور نه وژني.
تاسو چې ځان ته مسلمان وايً بیا یو پښتون بل
پښتون وژنیً؟
او نه چری یو فرنګی په خپل قوم مخبری کویً او
د هغوی ملګرتیا کوﺉ او نه چری یو هندو د خپل هندو برخلاف نا حقه او د دروغو
شاهدی کوي او نه د خپل هندو ورور د شرمولو او د بې عزتۍ کوښښ کوي. خو ای
پښتنو وروڼو بیا ولی تاسو په ناحقو شاهدو د یو بل بې عزتي او شرمولو پسی
روان ییً.
لږ خو د خدای نه وېرېږﺉ او شرم وکړﺉ.
دعا
موږ چې ځان ته مسلمانان وایو او پښتانه یو،
موږ دې خپل پښتون مسلمان ورور وژنو، شرموو او مخبری دې پرې کوو.
دعاوکړﺉ چې موږ له خدای پاک پوهه او علم راکړي
او زموږ په زړونو کښې الله تعالی مینه او محبت، وروولي، عزیزداري، قامولي
او اتفاق پیدا کړي.
ای افغانانو!
د افغانستان ټول
واک د امریکایانو په لاسونو کې دي.امریکایان او دوستانی غواړی چې په
افغانستان کې داسې یو حکومت منځ ته راشي چې په هغو کې د دوی ګتې وي. دوی خو
پوهیږي چې کرزی زمونږ پخوانې جاسوس دي خو تر هغه پورې به مونږ کرزی سړه
مرسته به کوو تر څو چې یو بل صحی ریس جمهور پیدا کړو چې هغه د طالبان په
خوښه وي او د مونږ په خوښه هم وي. دوی دري کسان یې تکلي دي چې لمړی یې خلیل
زاد،دویم یې انجینربیات، دریم یې اشرف غنی دي. پاتې
لار ښوونکی؟
خلک وایي پښتون
ترقي ونه کړه په ورانو لارو روان شوی دی.
لیکن حقیقت دا دی چې پښتنو ته چا
سمه لارښودلې ده؟
چا د
نه منع کړی دي او دوی منه شوی نه دی؟
هی افسوس د نورو
قومونو په شان د دوی غمخور نشته؛
د دوی شپون نشته
ځکه خوبې شرمښان خوري او ماتوي.
یهود او فلسطنیان
په فلسطین کښې
یهودیانو ښکلې ښکلې نوي کلي، ښارونه او باغونه جوړ کړي دي او لګیا دي چوړوي
یې،لیکن مسلمانان یې لا هغه شان په غفلت کښې پراته دي او د امام مهدي صاحب
ته په انتظار کښې دي چې موږ به پخپله څه نه کوو هغه به راشي او هغه به راله
هر څه وکړي.
دوی دومره یې علمه
او یې خبره دي امام خو پریږده چې پیغمبر راغلی دی او خپل قوم ورسره ملا
تړلې نه ده نو پیغمبر کامیابه شوی نه دی.
د قوم ترقی
په جیلخانه کښې ما
د خپل قوم په حالاتو باندې په ښه شان سره غور کړی و. زه په دې نتیجه ورسیدم
چې په دنیا کښې هیڅ قوم بغیر د خپلې ژبې نه ترقي کولی نه شي او په هغوی کښې
علوم او فنون پیدا کېدای نه شي.
ما دا اراده کړې وه چې ضرور به یوه
رساله په پښتو کښې د خپل قوم د پوهولو، د دنیا د حالاتو نه خبرولو او د
خپلې ژبې طرف ته د مایل کولو(مخ کولو) د پاره جاري کوم او ددې کوښښ به هم
کوم چې انجمن په خپله ژبه کښې د بچو د پاره د ابتدایي تعلیم انتظام وکړي.
ټوپک که قلم؟
نن ورځې د پښتنو
لپاره د ټوپک ضرورت نشته دی،بلکه د قلم ضرورت دی.
ولې چې زمونږ د ملک
آرادي به په ټوپک نه وي،بلکه په قلم به وي.
امان الله خان او
انقلاب
په پښتنو کښې ډېر
بادشاهان تېر شوي دي لیکن د لیکن د پښتنو ښځو، نرو چې څو مره مینه او محبت
د امان الله حان سره ؤ هغه بل بادشاه و.
امان الله خان به
وې چې زه د پښتنو انقلابي بادشاه یم او د هغه دا خبره بالکل رښتیا وه چې
هغه په پښتنو کښی یو عجیبه انقلاب پیدا کړو.
انقلاب یو سیلاب وي
چې راشي نو او ده خلک یوسي او ویښ ترې فایدې اوچتې کړي.
په دورو کښې د باچا
خان لومړنی تقریر
پښتنو وروڼو!
موږ ستاسو وروڼه
یو، ستاسو خدمتګار یو، ستاسو خدمت له راغلي یو.راځیً دا خپل وران کور چوړ
کړو. تاسو لږ دې دنیا ته وګورﺉ که علم مو نشته نو سترګې خو مو شته ددنیا
خلک او قومونه اسمانونو ته وختل او موږ په مځکه پاتې شو.
هغوی چې زموږ په
شان بنیادم دي، موږ ورته لاس نیولی دی. چا نه دانې غواړو چا نه پیسی غواړو.
موږ له خدای د جنت په شان ملک راکړی دی، د دولتونو او نعمتونو نه ډک دی او
زموږ پکښی څه حال دی؟
د جوارو ډوډی نشته
چې په مړه ګېډه یې وخورو.
هغوی ولې اباد شړل؟
او موږ ولې پاتې شوو؟
هغوی کشې ورورولي
ده، قام ولي ده او اتفاق دی.
په موږ کښې پرې دي
جمبې دی، بغض دی، کینه ده، نفاق دی.
دا نن دنیا د قام
ولۍ دنیا ده.
که قوم شوﺉ، نو
دنیا به مو هم آباده شي او ستاسو آخرت به مو هم آباد شي.
سیاسي شعور
سیاسي شعور په یو
قوم کښې د اسمانه نه راځي او چې په کومو قومونو کښې د سیاسي شعور خلک پیدا
شي نو خپل قوم پسی وګرځي، هغوی کښې سیاسي شعور پیدا کړي. مسلمانان ډېرښه
قوم دی خو په هغوی کښې داسې خلک تر اوسه پورې پیدا شوي نه دي. تاسې د
هندوانو، مسلمانانو دې لیډرانو ته فکر وکړﺉ.
د هندوانو مشران او
لیډران قوم پرست دي خو د مسلمانانو مشران او لیډران خان بهادران او خان
صاحبان وي.
قامولي
ای وروڼو!
نن د قامولۍ دنیا
ده. تاسی وینیً چې کوم قومونو کښې قامولي او وروولي راغلې ده نو هغه آسمان
ته وختل او آباد شول. دا موږ هم یو قوم یو، نو دا موږ ولې پاتې شو؟
دا موږ ځکه پاتې
شوو چې موږ کښې قامولي،وروولي،مینه محبت او اتفاق نشته.
نو زه تاسو له ځکه راغلی یم چې تاسو زما قام ییً خو تاسو خپله ژبه،
پښتونولی، تمدن او ټول څیزونه پرېښي دي تر دې چې لنګونه مو وهلي دي.
دا هم درته وایم چې
یوه مرغۍ د سیل نه جداشي نو هغه ورکه شي.
بد نصیبه قوم
ما دی خپل بد نصیبه
قوم ته کتل چې اول خو د دوی د خدمت څوک نه وي
او که څوک یو نیم
پیدا هم شی نو څوک د خدمت موقع نه ورکوي.
نفاق
زما یقین دی چې کوم
قوم کښې نفاق او ډلې وي هغه خپل منزل ته
رسیدی نه شي او نن
چې موږ غلامان یو د دې وجه نفاق دی او پرې جنبې دي.
زما د ډله بازو او
نفاق ډېره کرکه کیږي.
د ونې مثال
موږ یو قوم یو او د
یو بابا اولاد یو.
زموږ مثال د یوې
ونې دي چې دې کښې ډېرې څانګې وي خو مونډ یې یو وي او چې څوک د هغې ونې یوه
څانګه پرې کوي نو د هغې ونې سوري ته نقصان رسي. او که د هغې ونې مونډ وچ شي
نو ټولې څانګې یې وچې شي.
نو نن ورځې
پېرنګیان لګیا دي دغه څانګې ورو ورو پرې کوي. تاسو وېښ شیً که دغه څانګې
ختم شي نو ستاسو بچي به په نور پاتې سي او د سر سوری به یې ورک سي او که
چېری دغه مونډ وچ شو نو دغه ټولې څانګی به یې وچې شي، یوه به هم پاتی نه
شي.
یو قوم شی
زه تاسو ته وایم چې
دښمن لګیا دی، تاسو ور کوي او په دې کوښښ کښې دی چې دا مونډ وچ شي. که تاسو
نه دا مونډ ږچ شو نو بیا به ورک شیً.
پاڅیً!
دا خپل کور جوړ
کړﺉ. دا بېل بېلوالی پرېږدﺉ یو قوم شیً.
که یو قوم شوﺉ نو
ستاسو دمیا به هم آباده شي او آخرت هم.
خدایي خدمت
موږ پښتانه خدایي
کار او حدمت هغه کار او خدمت ته وایو
چې بې د کومې
طمعې،غرض او اچرت د خدای د پا ره کوو
او خدای خو خدمت ته
صرورت نه لري،
د خدای د مخلوق
خدمت د خدای خدمت دي.
ښځې
ولې چې زموږ د کور
او بچو ټول پرورش د هغوی په لاس کښې دی
او زمونږ د ګاډي چې
کومې دوه پایې دي یو سړی او بله ښځه ده.
نو تاسو په خپله
خیال وکړﺉ چې یوه پایه پنچر وي
نو کاډی به څنګه
لاړشي؟
خدایي خدمتکاري
خدای د خدمت ضرورت
نشته، د خدای خدمت د هغه د مخلوق خدمت
دی او د خدای مخلوق
یوازي مسلمانان نه دي، ټول د هغه مخلوق دي.
که هندو دی که سک
دی که عیسایی دی زموږ فرض د دنیا نه ظلم ورک
کول دي او مظلوم د
ظالم نه خلاسول دي.
موږ به د هغه قوم
او حکومت مخالفت کوو چې څوک د خدای په مخلوق
ظلم کوي، که ظالم
زموږ ورور او مسلمان هم وي.
بله دا چې زموږ
خدمت به د خدای د پاره وي، د څه غرض د پاره به نه وي.
موږ له چې څوک
څوکره تکلیف راکوي، زور زیاتی را باندې کوي،
موږ به بدل نه
اخلو، بلکه صبر به کوو
او د هغه سړی، قوم
یا حکومت د پوهولو کوښښ به کوو.
مسلمان هیوادونه د
تیرو پنځو سوو کلونو راهیسی کله د یوه یرغلګر
او ښکیلاکر هیواد
او کله د بل تر سیلط او یا تهدید لاندې وخت تیر وي،
او مسلمانان د نړۍ
په ولسونو کې په وروسته پاتې
ولسونو کې شمیرل کیږي.
د تحریک مقصد
دا تحریک زموږ د
ورورولۍ او قامولۍ تحریک دی او
موږ دت کوښښ کوو چې
د ټولو پښتنو یوه ورورولي او قامولي
جوړه کړو او د دوی
د زړونو نه بغض، کینه، تربګني او دښمني
لیرې کړو. چې اتفاق
پکښې پیدا شي، محبت او همدردي پکښې
پیدا شي او یو قوم
شي.
ستاسې ملک
ای وروڼو!
که یو قوم شوﺉ، نو
تاسو له خدای داسې ملک در کړی دی
چې د دولتونو او
نعمتونو نه ډک دی.
خو ستاسو د بی
اتفاقۍ په وجه پرې نور خلک مزې کوي
او که تاسو یو قوم
شوﺉ نو ستاسو ملک بل
څوک خوړی نه شي.
ستاسو دنیا او آخرت
به آباد شي او د داسی ملک چې وې
کښې به یو سړی غریب
پاتې نه شي، ټول به خانان شي.
ای افغانانو!
د زمونږ مسلمانان
له هسپانیې نیولې تر چین پورې
د دوﺉ بیرغ رپیده.
او د نورې نړۍ
خلکوبه کوښښ کاوه چې له دوﺉ
څخه دین او یا تمدن
زده کړي.
اروپایانو مسلمانان
یې له خپلې ارادې، آزادۍ،
دین، تمدن، ژبو،
تاریخ او فرهنک څخه محروم کړل.
بد قسمته قوم
هغه قوم دنیا ګښې دېر بد قسمته وی چې هغوی کښې
داسې خلک پیدا شی چې پخپله خو د قوم او ملک د
خدمت د پاره تیار نه وی او چې څوک پکښې د خدمت
د پاره پیدا شی نو هغوی خدمت ته نه پرېــږدي.
زموږ ملک
دا ملک خدای موږ له راکړی دی او دغه شان
خدای هر یو قوم له یو ملک ورکړی دی.
د دې لپاره چې هغوی او د هغوی بچي پرې
آباد شي. ملک خو زموږ دی خو اختیار یې
د بل دی او وجه ده چې زموږ بچي وږي تږي او
بربنډ دي او مزې بری نور خلک کوي.
غلامي د خدای لعنت دی او موږ له د دې لعنت نه
ځان خلاصول په کار دي او دا به هله وشي
چې موږ کې قام ولي، وروروليو اتفاق او
او مینه محبت پیداشي.
زه امید کوم چې تاسو به زما په دې خبرو غور
او فکر وکړﺉ. که دې کښې یواری زما فایده وي
نو مه یې موﺉ او که دې کښې ستاسو د دنیا او
آخرت ګټه وي نو عمل پرې وکړﺉ چې تاسو آباد
شیً او ستاسو بچي آباد شي.
ای افغانانو!
غربیانو شاهي حکومتونه ستایي او دفاع
ور څخه کوي.(لکه ظاهر شاه او د هغو فامیلونه
د شاهی کورنیو غړي او ولیعهدان اکثره د
غرب له تعلیمي موسساتو او پوهنتونو نه
فارغ شوي وي.او فکري معیارړنه یې هم
د غربیانو په څیر وي. له خپلو ولسونو څخه
دومره پردي شوي وي چې د ژوند په هر څه
کې د خپلو هیوادونو له خلکو مختلف وي.
د خپل دین او قوم اخلاقي ارزښتونه ورته
د غربې ارزښونو په مقابل کې هیڅ اهمیت نلري.
اصلي مطلب
موږ هم یو قوم یو. موږ لخ هم د خپلې آبادۍ او
ترقۍ د پاره څه جدوجهد په کار دی او ټول عمر
په نیستۍ او غلامۍ کښې پراته یو، نو ورک به
شو.
زموږ اصلي مطلب قوم کښې مینه، محبت، قامولي،
ورورولي او اتفاق دی.
صابران
خدای پاک وایي چې زما نه امداد په صبر او
اتفاق سره غواړﺉ. او خدای پاک ویلي چې
څوک زما په لاره کښې مړشي نو هغه مړ نه دی
ژوندی دی، خو تاسو په دې باندې نه پوهېـږﺉ.
او خدای پاک وایی چې زه صابرانو ملګری یم.
زموږ ملاتړ
موږ د خدای د پاره د خدای د مخلوق خدمت ته
ملا تړلې ده. که تاسو هم د خدای د مخلوق خدمت
کول غواړﺉ او خدای رضا کوﺉ، نو موږ سره په
خدایي خدمتګارۍ کښې ملا وتړﺉ چې دا دنیا مو
هم جنت شي او آخرت کښې هم د جنت حقدار شو.
ای افغانانو!
کرزی،قانونی،عبدالله عبدالله،محقق،قسیم
فهیم،دوستم
خلیلی،دغو ټولو خپل هیواد یې، ژبي یې،کلتور یې
د امریکایانو باندې په
80 میلونه خرڅکړه نو بیا پردي پوځونه خپل
هیواد
ته راوبول، (لکه کرزی او د دوی ملګري یې) او
هر څه
د امریکایانو په اختیارکې ورکول. امریکایان له
دی پاره نه دی
راغلي چې اسلام او یا د تاسو ژبې ته خدمت
وکړي، دوی
راغلی دی چې د تاسو کلتور، ژبه،او اسلام له
میځ یوسي.
اسلامي نړۍ په شلمه میلادي پیړی کې له دغه ډول
حکومتونو ډیره ګړیدلي او لا تراوسه کړیږي.
دا هر څه ځکه پیښږی چې په اسلامي نړۍ کې
د حاکمیت معیارړنه پردي دي.
د خپل ملک جامې او ژبه
د شپې د ټول کلی ښځی را جمع شوې.
ما او حکیم صاحب ورته تقریرونه وکړل
چې تر کومې پورې تاسو د قام د پاره ملاتړلې
نه ده،قوم وچتېدی نه شي او د خپل ملک د
جامو اغوستو وعدې مې ترې واخستې چې
د خپل ملک جامی به اغوندي.
د هزاري پښتنو!
زما دا خبره یاده ولرﺉ چې د چانه ژبه ورکه
شوې ده، هغه ورک شوي دي او چا ته چې
خپله ژبه سپکه شوې ده هغه سپک شوي دي.
تاسو خپله ژبه هېره کړې ده او تشه ژبه درنه
ورکه شوي نه ده بلکه ورسره هغه پښتو درنه
هم ورکه شوی ده.
زموږ مشر
دا تاسو چې زما د بادشاهۍ چغی وهیً نو چې دا
تحریک کوږ شروغ کړی دی دا خو د باچایۍ د
پاره نه دی چې زه دې بادشاه شم.
او که چېرې تاسو ما بادشاه کړﺉ نو اول خو
په اسلام کښې باچایي نشته او بله دا چې ستاسو
به خاورې په سر شي او زما به مزې وي.
نو تاسو پوه شی چې نه ما او نه بل خپل باچا
کړﺉ.
موږ باچایان جوړول نه غواړو، باچایانو ته مو
ضرورت نشته. زموږ به یو مشر وي او د قوم
په رایه او مرضا او مشوره به وي او هغه سړی
به وي چې هغه نېک او ایماندار او د قوم او
ملک خیر خواه وي. تکلیفونه او قرباني او ډېر
خدمت یې د قام او ملک کړی وي او چې د دې
مشرۍ اهلیت او پوهه هم پکښې وي.
بادشاهي
زموږ حکومت به د جماعت تابع وي،
جماعت به د حکومت تابع نه وی.
بادشاهی خراب شی دی او د قوم او ملک
پکښې ډېر نقضان دی. او که چیرې نن یو
باچا هم ښه وی نو سبا به یې زوی باچا وي،
نو څوک ویلی شي ګوندې هغه به هم ښه
وي. او باچایان کله د قوم ترقي غواړي؟
ولې چې هر وخت دا خیال کوي چې که دا
خلک پوه شول نو ما به لیرې کړي، نو هغه
هر وخت د قوم د پوهې لاره کښې خنډان اچوي.
زموږ حکومت
دا ملک زموږ د ټولو پښتنو دی نو یو سړی
نه خان کوو. زموږ به کوښښ دا وی چې ټول
خانان کړو او داسې حکومت به جوړو و چې
هغه کښې مساوات او د ټولو خلکو په کښې
یو شان خبر او فایده وي. که پوره وي که
سپوره وي، په شریکه به وي. امن وي،
انصاف وي زموږ به د ټول قوم یوه جرګه
وي او د هغې په خوښه بخ صدر وي.
ښځو ته
دا ملک چې څنګه د سړو دی، داسې ستاسو
هم دی او دا ستاسو چې څنګه خیال دی چې
سړي لوی دي او ښځه وړوکې ده، دا په
اسلام کښې نشته.لویي په عمل ده.
که ښځه بااخلاقه، نېکه او پاکه وي نو لویه
ده او که دغه شان یو سړی وي نو هغه هم
لوی دی. او که دغه شان یوه ښځه بدعمله،
بداخلاقه وی نو هغه وړوکې ده او که یو سړی
هم دغه شان وي نو هغه هم وړوکی دی.
په دې ملک کښې ستاسو موږ سره یو شان
حصه ده. ښځه او سړی د ګاډۍ دوه پایې
دي.که یو پنچرشي نوګاډۍ مخکښې تلی نه شي.
ای افغانانو!
د افغانستان ټول
واک د امریکایانو په لاسونو کې دي.امریکایان او دوستانی غواړی چې په
افغانستان کې داسې یو حکومت منځ ته راشي چې په هغو کې د دوی ګتې وي. دوی خو
پوهیږي چې کرزی زمونږ پخوانې جاسوس دي خو تر هغه پورې به مونږ کرزی سړه
مرسته به کوو تر څو چې یو بل صحی ریس جمهور پیدا کړو چې هغه د طالبان په
خوښه وي او د مونږ په خوښه هم وي. دوی دري کسان یې تکلي دي چې لمړی یې خلیل
زاد،دویم یې انجینربیات، دریم یې اشرف غنی دي. پاتې
امریکایان او د دوی
ملګري یې په افغانستان کې د جګړه نه ډېر سخت په ټنک شوي دي،دوی نور د جګړي
ټاوان په افغانستان کې نلري. دوی غواړي په2014 کې له افغانستان نه ووځي او
بیا پرځای یې خاین، درواغجن، ډران ، خرڅ شوي، معامله ګر،او منافق حکومت په
افغانستان کې جوړه کړي او یا کینووي. او بیا دغه مزدور حکومت سړه خپلي پوځي
کموکونه به کوي. لکه چې شورویانو هم خپل مزدور حکومت سړه پوځي کموکونه کول
چې کله له افغانستان نه اووتل. امریکایانو هم همداسې لکه شورویانو غوندې
خپل کموکونه خپل مزدور حکومت سړه به کوي تر څو چې په افغانستان کې
ډیمواکراسۍ ټینکه پاټې شي.
ای افغانانو!
امریکایان او ملګري
یې دومره ډېر شرکتونه په افغانستان کې جوړه کړي دي چې چا نه شمېري غلط
کیږي.امریکایان او غربی ټولنې غواړي د افغانستان هغه ځوان نسل
کلتور،ژبه،فرهنک له مینځه یوسي. دوی د ځوانانو لپاره ډېر کارونه په لاړه
اچوالي دي،لکه: انټرتیت، راډیو،تیلویزیون،اخبار،مجله ،تیاتر، لمبوځایونه،
سینما،فلمي کارونه،وړکټونونه، ښوونځي،د ښځو لپاره کورونه،د ښځولپاره
پارکونه او داسې نور. دوی هغه ځوانه طبقه چې بې
سواده،غریب،ناتوانه،مشومان،ښځینه،تنګي ځوانان، او پیغلې دي چې ډیر زر او په
آسانه له تبلیغاتو څخه متاثره کیږي.او دښمن هڅه کوي د افغانانو هغه ځوانه
نسل فکر، او عقیده اشغال شي. چې کله ځوانان یې په دغو کارو اخته کول ، هغو
بیا هیڅکله د خاوري د آزاوی فکر نه کوي،هغو بیا د ښمن ته دوست،تخریب ته یې
تعمیر،غلامۍ ته یې آزادي، او ذلت ته عزت او سرلوړي وایې. غربې استعمار په
تیرو دووسوه کلونو کې وکولی شول چې په اسلامي نړۍ کې د ډیرو خلکو او په خاص
ډول د حاکمې طبقې ذهن او عقل اشغال کړي. نوربیا
ای افغانانو!
امریکایان او دوی
ملګري غواړي په افغانستان کې خپل موفق ښه ټینګ کړي. ترڅو چی وکولاې شې د
افغانانو هغه ځوان نسل د اسلامي عقیدي څخه لیري واستې. امریکایان او غربی
هیوادونه په خپلو وطنو کې مسلمانانو ته د اسلامي مرکزونه اجازه نه ورکوي.
دلته په هامبورګ کې مونږ ۳ افغاني جاماتونه لرو،چې هغه هم د آلمان پولس له
خوا هر میاشت کنترول کیږي. پولیسونو د جامات ملا ته وایلي دي چې په جامات
کې ځوانان ته اجازه مه ورکوي چې د اسلامي تبلیغات په کې وشې.په رښتیا سره
چې هامبورګ کې د ټولو مسلمانانو،دغوتګرانو دعوت او فغالیت بندیزونه لګول
کیږي. زمونږ د جامات ملا دومره ډران ده چې ځوانان په جامات کې نه پریږدي .
آلمان هر ورځ ډول ډول توطیي او دسییې زمونږ جامامونه ته جوړوي.زمونږ ملایان
فشار لاندې راوړي دي. نوربیا
ای افغانامو!
افغان ځوانان چې
دلته په هامبورګ کښې ژوند کوي او دلته پیدا شوي دي دوی ترڅنګه خپلې ژبې
پښتو،فارسۍ، د نورو ژبو باندې لکه:آلمانی عربی،انګلیسۍ ژبو باندې هم خبري
کولې شې ،دوی خپل اسلام دین کښې دېر ټینګ ولاړل دي.دوی خپل پنځه وخته
لمونځونه په وخت سړه کوي. دوی ماشاالله په خپل دین کښې دومره ښه شوي دي چې
اوس دوی آلمانان د اسلام دین ته
موشراف کوي.د دوی یو ارمان دا ده، چې دوی د تبلیغات ځای نلري . دوی غواړي
چې نورو کوچنیانو ته هم اسلامی زده کړه ورکړي.خو ملایانو دوی په جاماتونو
کې نه پریږدي. مګر دلته ځنې ځوانانو پلرونه چې پخوا کمونیست وؤ او اوس هم د
کمونیستې عقیدی کې ټینګ ولاړ دي،مګر ځامن یې اسلام کې داسې رسیدلې دي چې ته
حیران پاتې کیږي.مګر دوی د خپل پلرونو احترام کوي خو د کمونیستې عقیده یې
نه مني.د ځنې عمریې55 کالو ته رسیدلې دي! هغه نه غټ سړي جورشوي دي. خو دوی
د اسلام دین څخه ورور وریه کیږي ولې چې دوی لمونځ نه کوي ،روژه نیولی نه
شې، جامات ته نه ځي، او هر ورځ د آلمانانو سړه وي، چې آلمانان بیر،یا شراب
وڅښی بیا دوی هم ورسړه څښي.که چیرې دوی ډیسکوټیک ته ولاړه شې دوی هم ورسړه
ولاړشې .یغنی چې فکر او عقیده یې لکه آلمانان غوندې شوي دي.دوی په نامه
مسلمان پاتې شوي دي.نوربیا
ای افغانامو!
ځوان دعوتګران په هامبورک کښې کوښښ کوي چې هغه
افغانان پلرونه چې اسلام نه لېري تللې دي ،بیرته اسلام ته راکش کړي. په
رښتیا سره چې اوس ډېر پلرونه،او مېندې جاماتونو ته ځي او خپل لمونځنه کوي
او دوی قرآن کریم لوستل یې پېل کړي دي. افغان دعوتګران
سیکولریزم،لیبرالزم،کمونیزم ،ډیموکراسۍ،کلوبلایزیشن،نیشنلیزم، ته کفر واي.
دوی وایی چې مونږ مسلمان یو ،په اسلام کې دغسې نومونه نلرو،دغه نومونه مونږ
ته غربی هیودونه جوړکړي دي. دوی غواړي چې مسلمانان په خپلو مینځ کې په دهغو
کلمو باندې کالونه کالونه په خپلو مینځ کې په جنګړ ګې مصرف کړي. افغان
دعوتګران وایی چې آلمان حکومت مونږ ته ډول ډول توطیي او دسیې جوړوي. مونږ
جاماتو ته نه پریږدي چې د اسلام دین تبلیغات وکړو. آلمان پولس هغه ملایان
مني چې د آلمان په ګته خبري وکړي او ډیموکراسۍ،سیکولریزم ومني! هغو ملایانو
ته اجازه ورکوي چې د جامات ملا شي. امریکا او دوستان یې غواړي چې په امریکا
کې او په اروپا کې د اسلام مخه ونیسي او منع کړي. امریکایانو او د دوی
ملګري یې په نورو هیوادو کې لکه، افغانستان،پاکستان،هندوستان، بنګال
دیش،برما،تایلند،ملیزیا،اندونیزیا،فلپاین،برونايې،جنوبې امریکا،افریقا
هیوادونو کې ملیاردونه ډالره مصرف کوي ترچو ددهغو خلکو عقید،ژبه،کلتور له
مینځ یوسي.او د دوي ټولي زیرمي،شتمنۍ خپل ځان ته کړي. نور بیا
او بیا به
امریکایانو خپله ډیموکراسۍ په عملي کولو کې که بریالی شي او هرڅه چې
دوی غواړي هغه به کوي.لکه: لمړۍ به دوی د جاماتو ملایان او دین علاما به له
مینځ وړي او یا په زندان کې به اچواي او بیا وروسته به دوی ته دسیسې جوره
وي. او د دوی ټولې شتمنۍ به
په بیلابیلو نومونو او بهانو ځان ته کړي،او بیا وروسته یې وژني.
دویم: پرځای یې داسې ملایان جاماتو ته راوړي
چې هغه ملایان به د دولت په ګټه خبري به کوي او خلک به د سیاست څخه،او دین
تبلیغات څخه به وریه وساتي.
دریم:چې کله امریکایان په خپلو دغو کارو کې
بریالې شول نو بیا ورور په افغانستان کې او یا نورو هیوادو کې خپل عیسوي
دین تبلیغ پیل کوي او وروسته دوی نه بی دینه جوړوي او دین په یواځی ورته ډم
کاری،سندرغاړي ،نڅاګري،موډ،فیشن ورته ښیي. چې اوس په عملې په ټوکه په
افغانستان کې او د دنیا نورو هیوادو کې په سټرګه لیدل کیږي. نو اوس باید
افغان وولس له خوب نه راویښ شي نور خوبونه مه کوي، خوبونه مو وکړل بس دي،
اوس قلمونه مو راواخلی ، د خپل وولس خپلواکۍ،آرادی ته قلمي جهاد شروغ کړو
او خپل هیواد له امریکایانو او اروپایانو څخه آزاو کړو. دوی ته مخو اجازه
نه ورکوو چې زمونږ هیواد ژبه،دین اسلام له مینځ یوسي. نور بیا
باچاخان خبری
ګرانو افغانانو!
امریکایان اوس په
افغانستان کې ماته خوړلي ده ،
دوی
نور نه شې کولاې جګړه
په افغانستان کې مخ ته بوځي .
د امریکایانو او د دوی ملګري ټولو
اقتصاد یې خراب دي دوی نور د پوځي
ټاوان نه لري چې جګړه په افغانستان مخ په وړاندې بوځي. امریکایان زمونږ بې
دفاع وولس باندې ظلمنه بمباری کوي او بیا ورته د طالبان نوم ورکوي. یعنی چې
دغه کارونه ټول طالبان کړي دي.
تیرشوی اونۍ کله چې
۲۰ امریکایانو وحشي پوځ په یو کلی
کې د مونږ بی ګناه هیوادوال یې په ګرم خوب کې ووژل او بیا یې اور ور
واچوله. دوی ته چا دا حق ورکړي دي: چې د مونږ بې ګناه هیوادول ووژني!
امریکایان زمونږ
هیواد یې اشغال کړي دي . دوی
کرزی له دی خاطره ریس جمهور کړه ولی چې هغه د امریکایانو
پخوانی جاسوس وؤ او اوس هم هغه امریکایانو ته کار کوي او څه چې
امریکایان ور ته ووایه هغه هغه کار کوي. کرزی هیچ واک نلري ټول واک د
افغانستان د امریکایانو په موټو کې دي. کرزی!
ګه په ریښتیا سړه تا افغان یی؟ نو بیا هیواد پریږده یو بل هیواد ته
ولاړل شه.
ای افغانامو!
دي که
تاسې غواړي که نه غواړي
امریکایان ملیاردونو ډالره مصرفوي تر څوچې د
افغانستان هغه ځوان نسل دین،کلتور،ژبه له منځ یوسي. امریکایانو دومره دېر
موسسي، شرکتونه او تعلیمي موسساتو له لارې په کار اچولي دي. چې دغه شرکتونه
ټول د امریکایانو دي خو د افغانو په نامونو مخ په وړندې ځي.
کچیری تاسې ته پته شوي وي چې کله طالبان په
افغانستان کې حکومت کوله نو په هغه وخت کې ولی دومره شرکتونه او یا دومره
تیلویزیونه نه وؤ چې اوس دومره جوړ شوي دي.
امریکایان
او غربی هیوادونه غواړي چې د افغانستان مسلمانان دې په دین، عقیده،
اخلاقو،فکري ارزښتونو،ټولنیزو،عادتونو،اومناسباتو کې د دویً په څیر وي. نو
اوس مو لږ پکر خلاص شوي وي. نور بیا دېره مننه
ای افغانامو!
د امریکایانو وحشي پوځو او دکفارو په خبرو او
لاپو شاپو باندې ونه غولېږي! چې مونږ ستاسو څخه راضي او خوشال یاسو،مونږ
ستاسو وطن ته ستاسو د خدمت دپاره راغلي یاستو. هغوی په حقیقت ګښې خپلو شومو
اغراضو ته د پردې ترشا وده ورکوي چې په ښکاره سړکونه، میدانونه جوړوي،د
ښوونځیوودانۍ آبادوي،زده کوونکو ته په خپله خوښه او د خپل نظرمطابق درسی
کتابونه چاپوي او داسې نور کارونه سر ته رسوي،خو دغه کارونه د هغوی فرغي
مطالب دي چې د حیلې کار ترې اخلي،د هغوی اصلي مطلب د اسلام له منځه وړل دي.
د امریکاڅخه بل غټ ظالم څوک دی کوم چې د زمونږ ښځي،کوچنیان باندې بمي
اچواي،وژني او په دېر ظالم سره اور اچواي.
ګرانو افغانانو! امریکایان خو زمونږ ماما ځامن
او یا تره ځامن خو نه دي،چې دوی هره خبره وګړي بیا مونږ هغه وامنوؤ نور
تاسې په هغو په خبرو او لاپو شاپو باندې مه غولېږي. دوی دي خاطره افغانستان
ته راغلي دي چې د مونږ هغه ځوان نسل ځان ته را کش کړي او بیا وروسته د هغه
ایمان یې په پیسو واخلي. دېره مننه
مونږ د غربي هیوادو پوځونه په افغانستان کې نه
غواړو! ولی چې په افغانستان کې یو قالوني حکومت مینځ ته نه دي راغلي نو ځکه
دغه
ستراتيژيک سند له امریکایانو سره نه منو.
The great pashton
(pathan) leader khan Abdul ghaffar khan and MAHATMA GANDHI .
د امریکایانو وحشي پوځ جنایت په افغانستان کې
ای افغانانو!
د امریکا خاین حکومت او افغانستان خاین حکومت ترمینځ د ستراتیژیکې تړون
لاسلیک شول.
کرزی خاین،بی ناموسه،وطن فروش، افغانستان یې د امریکایانو باندې خرڅ
کړه،زمونږ هیواد یې د تل لپاره د امریکایانو په لاسونو کې ورکړه.
کرزی خاین د پخوا نه د امریکا جاسوس وو،او اوس یې خپل ناموس یې خرڅ
کړه. استعماري یرغلګرو او مداخله ګرو مدم کوچنی هیوادونه وناسی او بیا دوی
مجبور کوي چې د (دوستۍ) (امنیت) او (ستراتیژیکو) تړونو په نامه د غلامۍ او
ذلت معاهدې امضاء کړي. او د هغو آزادي غوښتونکو چې په هیواد کې د دغه ډول
پوځی واکمنو مخالفت کوي. دله منځه وړلو کوښښ کیږي. او بیا وروسته پر اسلامي
احزابو په بیلا بیلو بهانو بندیزونه لګول کیږي،او کار کوونکي یې له فعالیت
څخه منع کیږي. کچېری یواسلامی ګوند په انتخاباتو کې بریالي شي او بیا دوی
ته اسلامیست وايی او بیا دوی باندې پوځی کودتاه کوي. مجاهدین یې د زندانو
نه څخه ډک کوي. کرزی خاین یو هندی، پنجابی دی،د هغه پلار د هندوستان څخه
افغانستان ته راغلی وؤ او بیا هغه په کویته کې ژوند کوله. نو ځکه کرزی
افغانستان یې د امریکایانو باندې خرڅ کړه. ولی چې افغانستان د هغه هیواد نه
وؤ.نو اوس غربیانو هیچ کله یو اسلامی هیواد په افغانستان کې نه غواړي،غربي
ډیموکراسۍ دا نه مني چې قانون او شریعت دې د الله (ج) له خوا وي، بلکه هغه
تشریع او تقنین خپل حق ګڼي. روا کول او نا روا کول د انسان حق ګڼي، او د حق
او ناحق لپاره معیاورنه هم په خپله ټاکي. زه خپلو افغانانو وروڼو ته دغه
وایم چې افغانستان د امریکایانو له خو اشغال شوي دي، نو د داسې تړون لاسلیک
مونږ له پاره قانونی نه دي، کارمل کمونیست هم پخوا داسې تړونونه له شوروینو
سره لاسلیک کړي وؤ.نو اوس کرزی خپل د مرګ تړون لاسلیک کړه او اوس به هغه ژر
ورګ شي.4.5.12
د افغانستان او امريکا اړيکي
افغانستان او امریکا بلاخره د چهارشنبې په شپه په کابل کي د ستراتیژیکو
همکاریو سند لاسلیک کړ. د دې سند له مخي امریکا یو ځل بیا له افغانستان سره
په بېلابېلو برخو کي د همکاریو ژمنه تازه کړه. د کابل او واشنگټن ستراتیژیک
سند تر ۲۰۱۴ کال وروسته د دواړو هیوادونو اړیکې تعریفوي.
2.5.2012
|